امنیت

له نشه يي توکو سره مبارزه له لومړيتوبونو څخه ده

کابل/ باختر/ د سلواغې د مياشتې ١٢مه
د خوست ولايت امنيتي چارواکي وايي دنشه یې توکو دکرکیلې ، پلور، قاچاق او استعمال پرضد مبارزه او له منځه وړل د پولیسو له لومړیتوبونوڅخه ده.
دخوست امنیه قوماندان جنرال فيض الله غيرت باختر اژانس ته وويل: دنشه یې توکو پرضد مبارزې ته ژمن دی او په دې برخه کې یې تربل هر وخت ښې لاسته راوړنې درلودلې او د نشه یې توکو زيات شمېر قاچاقبران، پلورونکي، کاروونکي نیولي او د قانون منګولو ته یې سپارلي دي.
غيرت د خوست له اسيدونکو څخه هیله وکړه چې له پولیسو او امنیتي ځواکونو سره د نشه یې توکو د پلور او قاچاق په کشف او نېولوکې د دیني او ټولنیز مسوولیت له مخې همکاري وکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته