پيکنګ- دى نيوز – باختر دکب دمياشتې ١١
د چين په جنوب لويديځ کې پرون مازيګر د اورګاډو په يو تم ځاى کې په چړو سمبالو کسانو د بريد له امله ٣٣ تنه ووژل شول او ١٣٠ تنه نور ټپيان شول .
باختر آژانس د دې نيوز دخبري سايټ له خولې خبر راکړ چيني مقاماتو دغه عمل يو تروريستي بريد وباله او په وژل شويو کسانو کې څلور تنه يرغلګر هم شامل دي دخبرځاى دخبرله مخې : زياترو يرغلګر په تورو جامو سمبال وو او د يوننان ولايت دکونمينګ د اورګاډو تم ځاى کې کله چې خلک اورګادي ته سترګې په لاره وو
په هغوې بريد وکړ.
دخبرځاى دخبرله مخې : په دې اړونديو مشکوک نيول شوى دى او شواهد او مدارکونه ښيي چې دغه تروريستي بريد دسينکيانګ دبيلتون غوښتوونکو ځواکونو له خوا ترسره شوى دى.
1 1 دقیقه لوستل