سیاست

اجرائیه رئیس د اندونیزیا جمهورريس له مرستیال سره پر سولې او اقتصادي اړیکو باندې خبرې وکړې

کابل باختر دکب لسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون په کابل کې د اندونیزیا جمهورريس له مرستیال محمد یوسف کالا سره وکتل.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې د افغانستان د سولې د پروسې، د کابل پروسې د کنفرانس، د عالمانو د درې اړخیز کنفرانس او د دواړو هیووادونو ترمنځ‌د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر زیاتوالي خبرې وکړې.
اجرائيه رئیس په پیل کې د اندونیزیا جمهور رئیس مرستیال او ورسره پلاوي ته يې کابل ته ښه راغلاست ووایه او مننه ئې وکړه، چي د افغانستان د سولې په پروسه کې د همکارۍ او زمینه سازۍ په موخه کوښښونه کوي.
ده زیاته کړه، چي د اندونیزیا د جمهور رئیس د سفر په تعقیب ددې لوړپوړي پلاوي سفر د افغانانو لپاره یو ښه زېری او د سولې په ګډون د دوه اړخیزو سوداګریزو،‌اقتصادي‌او تعلیمي همکاریو په برخه کې مثبت لوري ته اساسي ګام دی.
هغه یادونه وکړه، چې د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان د عالمانو درې اړخیز کنفرانس به، چې پلان دی د روان کال د مارچ په میاشت کې په جاکارتا کې جوړ شي، د سولې، همګرايي او همپذیرۍ، په برخه کې چي د اسلام اساسي پیغامونه دي، ‌مرسته وکړي.
پلان دی،‌چي ددې درې اړخیز کنفرانس په تعقیب د اسلامي نړۍ د عالمانو یو بل کنفرانس هم جوړ او د افغانستان د جنګ پر خاتمې او سولې باندې فتوا ورکړل شي.
اجرائیه رئیس وویل، چې د سولې لپاره په افغانستان کې سیاسي اراده موجوده ده او د حکومت ترڅنګ، له حکومت د باندې د هیواد ټول سیاسیون او مخور او افغان ولس په یوه ږغ د سولې ملاتړي او تږي دي.
ډاکټر عبدالله عبدالله همداراز یادونه وکړه، چې د دواړو هیوادونو د خلکو او مشخصاً د سوداګرو ترمنځ اړیکي او راشه درشه کولی شي، چې زموږ سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې اړیکې نور هم پسي پیاوړي شي.
د اندونیزیا دجمهوررييس مرستیال محمد یوسف کالا له اجرائیه رئیس او د افغانانو له مېلمه پالني د مننې ترڅنګ وویل،‌چې کابل ته يې د کابل پروسې په کنفرانس کې د ګډون په موخه سفر کړی دی.
هغه وویل،‌چي د اندنیزیا او افغانستان ترمنځ دوستانه اړیکي خورا اوږده مخینه لري او دوی د تر ټولو پر نفوسه اسلامي هیواد په توګه غواړي،‌چې د افغانستان د سولې لپاره له ټولو امکاناتو د استفادې زمینه مساعده کړي.
ده زیاته کړه، چې جاکارتا به د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان د عالمانو د درې اړخیزې غونډې د کوربتوب ترڅنګ د نړۍ د عالمانو د کنفرانس لپاره هم له کابل سره خپل ګډ کوښښونه ډېر او چټک کړي، څو افغانستان د سولې او پرمختګ خاوند شي.
د اندونیزیا دجمهور رئیس مرستیال وویل، چې اسلام د سولې دین دی او اړتیا ده، چې د افغانستان په قضیه کې ټولې ښکېلې خواوي په قوي اراده او صادقانه کار سره، د سولې هدف ته ورسېږي.
ښاغلي کالا یادونه وکړه،‌چې د دواړو هیوادونو د سوداګرو ترمنځ‌د اړیکو ډېروالی د اقتصادي همکاریو په ډېرښت کې مرسته کوي او په همدې موخه به ډېر ژر د اندونیزیايي سوداګرو یوه ډله له کابل څخه کتنه وکړي، څو د دواړو هیوادونو د سوداګریو او صنایع خونو ترمنځ اړیکې غښتلي شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته