کابل، غوايي ۱۴مه، باختر
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د تېر يوه کال په موده کې له هېواد څخه د څه باندې ۱۷ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د غاليو د صادرېدو خبر ورکړی دی.
دغه څرګندونې د ياد وزارت د صنعتي پارکونو عمومي رئيس حافظ عبدالمجید قيام پرون په کندهار ولايت کې د (وطن توليد د وطن وياړ) په نوم د کورنيو توليداتو په درې ورځني نندارتون کي وکړې.
قيام زياته کړه، چې په تېر ۱۴۰۲ ل کال کې يې د ۱۷ ميليونه او ۴۳۸۰ امريکايي ډالرو په ارزښت د نړۍ ۳۱ هيوادونو ته غالۍ صادرې کړې دي.
د هغه په خبره په ياده موده کې د ۹۹۴ زره او ۵۷۵ متره مربع په اندازه غالۍ بهر ته صادرې شوې دي.
د يادونې وړ ده، چې افغاني غالۍ په نړيوال کچه له ښه شهرت څخه برخمنې او ګڼ شمېر پېرېدونکي او مينه وال لري.
6 1 دقیقه لوستل