خبرونهټولنه

بادغیس کې ٢ حیواني کلینیکونه او ١٤ د حیواني محصولاتو مرکزونو ګټې اخيستنې ته وسپارل شول

کابل، د غوايي ۱۴مه، باختر
د بادغیس د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د دغه ولايت په دوو ولسوالیو کې د دوو حیواني کلینیکونو او ١٤ د حیواني محصولاتو د پېر او پلور مرکزونو د جوړولو او ګټې اخيستنې ته يې د سپارل کېدو خبر ورکړی دی.
د ياد ولايت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو باختر آژانس ته ویلي چې په بالامرغاب او غورماچ ولسوالیو کې د هالنډي موسسې له لوري دوه مجهز حیواني کلینیکونه او د حیواني محصولاتو (ویښتانو او څرمنو) راټولولو او خرڅلاو لپاره ۱۴ مرکزونه جوړ شوي دي.
د ویلو ده، چې د یاد ولایت مالداران خوښ دي څو د دوی څارویو لپاره حیواني کلینیکونه جوړ شوي او ورسره د دوی محصولاتو ته بازار موندنه کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته