کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١
د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان په ننګرهار ولايت کې دملي دفاع وزارت دخاصو قطعاتو دځواکونو د عملياتو په بهير کې له دريو تنو ساتوونکو سره يې ونيول شو.
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دغه قوماندان چې يوه اندازه سپکې او درندې وسلې او د وسلو يوه اندازه مهمات يې د ننګرهار ولايت د سرخ ديوال ساحې ته ليږدولي وو دملي دفاع وزارت دخاصو قطعاتو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې له دريو تنو ساتوونکو وسلو او دوسلو له مهماتو سره چې ليږدول کيدل دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ