کابلباختردمرغومي دمياشتې ٢٩ :
ددولت دوه تنه وسله وال مخالفين پرون مازيګر په لغمان ولايت کې دملي امنيت اودملي پوليسو دمنسوبينو په عملياتو کې ووژل شول.
دلغمان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال سيدرحيم يوسفزي باختر آژانس ته وويل : په دغو عملياتو کې چې دلغمان ولايت دمرکز مهترلام ښار په مربوطاتو کې ترسره شول دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او يوکلاشينکوف اويوه پيکا هم دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
عيني شاهدانو ويلي دي چې په دغو عملياتو کې درې تنه وسله وال مخالفين هم ټپيان شوي دي چې دنورو طالبانو له خوا دنښتې له سيمې څخه ليږدول شوي دي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ