امنیت

په کابل کې چاودنه، يو پوځي موټر يجاړ شو

کابل / د مرغومي۱۳مه / باختر
د کابل ښار د پنځلسمې ناحيې په مربوطاتو کې نن سهار په يو پوځي موټر کې د يو مقناطيسي ماين چاودنې د سر زيان نه درلود.
دغه پېښه نن سهار ٧بجې او٣٥ دقيقې د پنحلسمې ناحيې د معيوبينو ښارګوټي ته څېرمه وشوه چې په پايله کې دغه پوځي موټر يو څه ويجاړ شو.
د کابل پوليسو يوې سرچینې دغه پېښه تائيد کړه او ويې ويل چې په پېښه کې چا ته زيان نه دی اوښتى.
دا په داسې حال کې ده چې تېره پنجشبنې هم چهلستون بڼ ته څېرمه په ورته پېښه کې يو تن ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته