کابل باختر د لړم څلورمه :
دکونړ ولايت په دانګام ولسوالۍ کې شپږ تنه وسله وال طالبان دافغان ځواکونو له خوا ووژل شول.
د٢٠١سيلاب قول اردو ويندوى جګړن محمدهارون يوسفزي باخترآژانس ته وويل: وسله وال طالبان تېره شپه وروسته له هغه د افغان ځواکونو تر بريد لاندې راغلل چې هوډ يې درلود په دغې ولسوالۍ کې په امنيتي پوستې بريد وکړي .
د يو اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې: ددغې نښتې په بهيرکې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول اوڅلور تنه نور يې ټپيان شول.
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې: په دې نښته کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ