امنیت

پنځه ويشت تنه پاکستاني طالبان په نورستان ولايت کې ووژل شول .

– پارون باختر دوږې دمياشتې ٨
په لسګونو  تنه وسله وال طالبانو ته چې زياتره  يې پاکستاني جګړه ماران بلل شوي  دي  په نورستان ولايت کې له افغانستان امنيتي ځواکونو سره په نښته کې  مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه نښته دپنجشنبې په ورځ په  برګ متال ولسوالۍ  دطالبانو له  ډله ييز بريد وروسته  پيل شوه .
د نورستان د والي ويندوى ظاهر بهاند باختر آژانس ته وويل  :
په دې نښته کې پنځه ويشت تنه وسله وال طالبان  ووژل شول او څه نا څه پنځوس تنه نور  ټپيان شول .
ده تاييد کړه  چې د وژل شويو  او ټپيانو له جملې څخه  زياتره يې پاکستاني جګړه ماران  دي .
د رپوټونو له مخې ، څه ناڅه دوه سوه تنه طالبان له پاکستان څخه  دنورستان ولايت ته رسيدلي دي او په برګ متال کې يې په دولتي تاسيساتو او دافغان ځواکونو په پوستو بريد کړى دى  .
سيمه ييز مسولين وايي ،  ددغې نښتې په بهيرکې يو سرحدي پوليس شهيد او څلور تنه نور يې ټپيان  شوي دي  .
د نورستان ولايت د برګ متال ولسوالۍ  يو امنيتي مسوول   وويل  :  زياتره 
طالبان له  دغه بريد او د سرزيات زيان له  زغملو وروسته بيرته تيره شپه پاکستان
ته وتښتيدل.
ددغه امنيتي مسوول دڅرګندونو له مخې اوس په برګ متال کې حالت عادى شوى دي.
له بله پلوه په برګ متال کې دپوليسو يو افسر  وايي چې دکافي جنګي  وسايلو او
په دغه ولايت کې د ځواکونو کمښت  د دې سبب شو چې طالبان  وکولاي شي له افغان ځواکونو سره  وجنګيږي .
ده  وويل ، که چيرې جنګي  وسايل او  زيات ځواکونه  مو  لرلي واى  د دوى دبريد په پيل کې م وټول بريد کوونکې طالبان وژلي واى .
تراوسه پورې دنورستان سيمه ييزو مسوولينو څو ځلې په  دغه ولايت کې دجنګي وسايلو او او د ځواکونو دکمښت له امله خبر دارى ورکړى دى .
دا  په داسې حال کې ده  چې په دې وروستيو  وختو کې په  سلګونو ځواکونه ددغه سرحدي ولايت په  ځينو برخو کې ځاى پرځاى شوي دي او دسيمه ييزو  پوليسو دجوړولو بهير هم دوام  لري.
دنورستان ولايت له پاکستان سره  د درې سوه شلوکيلو مترو په  اوږدوالى دګډې پولې په لرلو سره د دوسله والو طالبانو او پاکستاني جګړه مارانو او القاعده په ګډون د ترورستي ډلو د شتون او فعاليت ډګر دى .
دنورستان سيمه ييزو مقاماتو څو څو ځلې د  پاکستان په   استخباراتي    سازمان       ( آى آس  آى  )  دترورستي ډلو او د دغو ډلو د بريدونو د مديريت کولو تور لګوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته