سیاست

جمهوررئیس د شهیدانو له کورنیو سره په کتنه کې: زموږ دښمنان هیڅ وخت په افغانستان کې د مذهبونو د پیروانو ترمنځ نفاق نشي رامنځته کولی

کابلباختر د چنګاش د مياشتې٧
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په الزهرا جومات کې د تروریستي پېښې د شهیدانوله کورنیو سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، جمهوررئیس غني یوځل بیا هغوی ته د تسلیت او  خواخوږۍ مراتب څرګند کړل، شهید حاجي رمضان حسین زاده او ټول هغه شهیدان یې وستایل چې د هېوادوالو د ژغورلو لپاره یې خپل ځانونه ډال کړل.
جمهوررئیس زیاته کړه، حاجي رمضان یو خیرخواه شخصیت و چې خپله شتمني یي خلکو ته د خدمت په لار کې ولګوله او په ټولنه کې یې د یو ښه مصلح په توګه فعالیت کاوه.
جمهوررئیس غني د شهید نوابي او شهید نبي زاده له کورنیو څخه چې ځانونه یې د تروریستاتو پروړاندې ډال کړل، مننه وکړه او هغوی ته یې د فردوس جنت هیله وکړه.
هغه وویل، ما لارښوونه کړې، چې شهید نوابي، شهید نبي زاده او د زنبق دڅلورلارې شهیدان تقدیراو کورنیو ته یې خاصه پاملرنه وشي.
محمد اشرف غني وویل، زموږ دښمنان هیڅکله نه شي کولی چې په افغانستان کې د مذهبونو د پیروانو ترمنځ نفاق رامنځته کړي.
وروسته د شهید حاجي رمضان حسین زاده زوی حاجي عبدالحسین رمضان زاده خبرې وکړې او له جمهوررئیس او ټولو دولتي چارواکو څخه یې چې د پېښې له پیله یې د شهیدانوله کورنیو سره خواخوږي کړې، مننه وکړه او له جمهوررئیس څخه یې وغوښتل چې د دې پېښې عاملین وپېژندل او مجازات شي.ورپسې، عزیزالله احمدي د شهیدانو د کورنیو په استازیتوب خبرې وکړې، وې ویل، نن موږ تاسې ته د تسلیت ویلو لپاره راغلي یوو، ځکه موږ تاسې د شهیدانو وارث بولو. هغه په الزهرا جومات کې د تروریستي پېښې شهیدان د هېواد زړه سواند او وطندوست کسان یاد کړل، وې ویل: رمضان حسین زاده د خلکو یو زړه سواند شخصیت وو چې د حکومت او خلکو ترمنځ یې ښه اړیکه رامنځته کړې وه.
همداراز احمدي د دشت برچي د اوسېدونکو غوښتنې مطرح کړې وې ویل، دشت برچي پراخه او ګن ميشته سیمه ده د همدې لپاره غواړو چې په دې سیمه کې یوه بله امنیتي حوزه جوړه شي. هغه زیاته کړه، د دشت برچي سړکونه دې پراخ او یو سړک دې د شهید حاجي رمضان حسین زاده په نامه ونومول شي. عزیزالله احمدي څرګنده کړه، چې د حاجي رمضان مشر زوی دې د دولت او خلکو ترمنځ د اړیکې ساتلو لپاره د انتصابي سناتور په توګه منصوب شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته