واشنګتن- باختردزمري دمياشتې١٩
د امريکا دمريلند ايالت د ساناريا د تحقيقاتي انستيتوت څيړونکي وايي چې دلومړي ځل لپاره يې دملاريا د مخنيوي واکسين توليد کړى دى .
ساناريا د درملو د توليد امريکايي شرکت دى چې بريالى شوى دى دغه واکسين توليد کړي .
هيله کيږي بازارته دلګښت د وړاندې کولو لپاره ددغه واکسين رسيدل په نږدې راتلونکې کې له پراخو څيړنو وروسته پيل شي.
له دغه واکسين پرته تراوسه پورې دملاريا دمخنيوي واکسين نه دى توليد شوى. د ساناريا د تحقيقاتي انستيتوت څيړونکي وايي: دا لومړى ځل دى چې په نړۍ کې دغه واکسين توليد شوى دى .
ديادونې وړده چې ملاريادنړۍ په ځينو هيوادونو او په تيره بيا په امريکايي هيوادونوکې خپور دى او هرکال يو زيات شمېر خلک قرباني کيږي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ