امنیت

دجنګي وسايلو اودپوځي جامو د پلورنځيو کشف

کابل باختر دسلواغې دمياشتې  ٢ :
امنيتي ځواکونه  دافغانستان په ختيځ کې دجنګي وسايلو اودافغان پوځيانو دپوځي جامو دڅو پلورنځيو په کشفولو بريالي شوي دي .
دغو پلورنځيو  دننګرهار ولايت په مرکز دجلال آباد ښار په بلال مارکيټ کې
په ښکاره  ډول  د جنګي وسايلواوپوځي  جامو په پيرودلو اوپلورو  لاس پورې کاوه .
درارسيدلو خبرونو له  مخې :  امنيتي ځواکونو نن سهار  دځانګړو عملياتو په بهيرکې  له دغو پلورنځيو څخه  په لسګونو سپکې او درندې وسلې ، مهمات  او دملي اردو  او دملي پوليسو  جامې  ترلاسه کړې . او ددغو  جنګي وسايلو  او جامو دپلورنې په تور يې دوولس تنه پلورنکي ونيول.
دننګرهار ولايت  امنيه قوماندان  جنرال  فضل احمد شيرزاد دباخترآژانس خبريال ته وويل   چې له دغو پلورنځيو څخه  دتومانچو ، چره يې ټوپکونو ، کلاشينکوفونو په  ګډون په لسګونو سپکې او درندې وسلې   ، يوه  زياته اندازه مهمات  اودملي اردو او دملي پوليسو  په سلګونو جوړې  جامې ترلاسه شوي دي.
ويل  کيږي  دغه پلورنځي  دجلال آباد ښار  دبلال مارکيټ په تلخونې کې  په ښکاره ډول  دجنګي وسايلو او پوځي جامو په پيرودلو او پلورلو لاس پورې کاوه .
جنرال شيرزاد تائيد کړه  چې امنيتي ځواکونو  دمحکمې داستازي په وړاندې   دجنګي وسايلو او دپوځي جامو د دغو پلورنځيو دوولس تنه پلورنکي نيولي دي .
د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان وايي  ددې احتمال  ډير زيات دى  چې   تروريستي او  ورانکارې دلې  له دغو پلورنځيو څخه  جنګي وسايل   وپيري .
دا چې  دغه پلورنځي جنګي وسايل  او دافغان ځواکونو  پوځي  جامې  له کومه ځايه او له چا څخه پيري ، تراوسه پورې نه ده په ډاګه شوې .
دننګرهار ولايت  يو سيمه ييز مسوول وايي :  دغو پلورنځيو ته دې  چې د هر راز جنګي وسلې فرمايش ورکول کيده  دپيسو په بدل کې  يې ورته برابرول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته