امنیت

دپاکستان د نواب شاه ښار د مظاهرو د تلفاتو زياتوالى

اسلام اباد دي نيوز انترنشنل  باخترد  ثور  دمياشتې  ٢٤ :
دپاکستان په نواب شاه ښارکې په انتخاباتو پورې اړوندو مظاهرو  له امله د سر زيان شمير څلوروتنو ته ورسيد او نن هم په دغه ښارکې مارکيټونه، تعليمي موسسې او بانکونه تړلي وو.
دباخترآژانس دخبرله مخې :
په همدې حال کې د متحده قومي ګوند پخوانى سلاکارغلام رسول جنازه چې دمتحده قومي ګوند او دپاکستان دخلکو ګوندترمنځ د انتخاباتو د رايو د شميرنو په بهيرکې د ناپيژندل شويو وسله والوکسانو له خوا ووژل شو، خاورو ته وسپارل شوه.
دپاکستان د انتخاباتو دکميسيون مرستيال آغانصير وويل: په ښارکې به د نا امنيو د رامنځته کيدو د مجرمينو پرخلاف سملاسي اقدامات او  دپوليسو اضافي  ځواکونه ددغه ښار په بېلابېلو ناحيوکې ځاى پرځاى شوي دي او دښار په دروازو کې امنيتي  تدبيرونه نيول شوي دي.
له بله پلوه متحده  قومي ګوند دپوځيانو ترڅارنې لاندې ملي اسامبلې لپاره په دوو انتخاباتي حوزو کې د بيا رايې ورکولو غوښتنه کړې ده.
دغه څلور تنه د دوو وسله والو ډلو ترمنځ د نښتې په بهيرکې وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته