فرهنګ

د هرات رسنيو د دولتي مسوولانو د ملاتړ غوښتنه وکړه

_ هرات/ باختر دزمري دمياشتې ٢٢ مه :
د هرات ولايت د آزادو رسنيو اتحاديې له رسانه يي فعاليتونو سره د سيمه ييزو  مقاماتو د لا زيات ملاتړ غوښتنه وکړه.
د باختر آژانس د سيمه ييزخبريال دخبرله مخې:
د هرات د آزادو رسنيو اتحاديې چې کابو  يوه مياشت  مخکې  يې په دغه ولايت کې د شتون اعلام وکړ، لس خصوصي ټلويزيونونه پکې شامل دي.
د دغې اتحاديې موسسانو چې پرون يې دهرات له والي محمدآصف رحيمي سره وکتل، د خبر رسولو د بهير د پياوړتيا په لاره کې د مسوولانو د همکارۍ په زياتوالي او د سيمه ييزو رسنيو د ملاتړ غوښتنه وکړه.
د هرات د آزادو رسنيو د اتحاديې رئيس احمد نصيري وايي چې دغه اتحاديه  د ټلويزيونو د فرهنګي او سياسي پروګرامونو د سمون او همغږۍ کولو په موخه   جوړه شوې ده او هيله کيږي چې له دې وروسته مسوولان ددغې اتحاديې له لارې له سيمه ييزو رسنيو سره په همغږۍ کې خپلې چارې ترسره کړي.
ده د دغه ټکي په بيانولوسره چې د ټلويزيونونو ملاتړ رسنيو ته د اقتصادي بازار جوړول، په خبر رسولوکې همغږۍ او د پيوستون په لور د عامه ذهنونو چمتو کول د دغې اتحاديي نورې موخې دي، د سيمه ييزو رسنيو ځينې ستونزې يې هم طرحه کړې.
له بلې خوا د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس آريا رووفيان د دغې اتحاديې جوړول د سيمه ييزو رسنيو د مسوولانو ترمنځ  په همغږۍ  او د رسنيو له پتې څخه د ځينو فرصت غوښتوونکو کسانو د ناوړې استفادې په مخنيوي کې مهم وباله.
په دې غونډه کې د هرات والي له دولتي او غيردولتي ادارو سره د اتحاديې  د اغيزمنو او رغنده اړيکو د ټينګښت په خاطر له اتحاديې سره د ولايت د مطبوعاتو د مرکز د اغيزمنو اړيکو د تامينولو او دغه راز  د دغې اتحاديې د نورو ستونزو د څيړنې او حل کولو غوښتنه يې وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته