کابل باخترد وري دمياشتې ٩ :
د نورستان ولايت په کامديش ولسوالۍ کې په واټ کې د يوځاى پرځاى شوى ماين د چاودنې له امله يو پوليس شهيد او يوتن بل ټپي شو.
د نورستان د والي ويندوى محمد زرين باخترآژانس ته وويل: دغه پيښه پرون مازيګر رامنځته شوې ده.
زرين وايي چې وسله والوطالبانو دغه ماين چې له لرې واټن څخه کنتروليده؛ دکامديش ولسوالۍ په ګوهرديش کلى کې د پولسو دمنسوبينو دتګ راتګ په لاره کې ځاى پرځاى کړى و.