نړۍ

په چين کې داور لګيدنې له امله داته ديرشو تنو وژل کيدل .

بيجينګ باختر د غبرګولى د مياشتې ٦ مه:
دچين  په يوه مرکزي  سيمه کې دبوډاګانو په يوه کور کې  داورلګيدنې له امله څه ناڅه اته ديرش تنه ووژل شول .
باختراژانس دبهرنيو  خبرځايونو  له خولې خبر راکړ. دغه اور  ددوشنبې په شپه دبوډاګانو دساتنې په يوه کور کې ولګيد .
ويل کيږي چې له دغې پيښې  څخه ترلاسه شوي مړي  دپيژندنې وړ نه دي .
ددغې اور لګيدنې علت لاتراوسه پورې نه دى مشخص شوى خو يوې  سيمه ئيزې  سرچينې دغه اور لګيدنه دبريښنا دشارتي  زيږنده بللې ده .
پوليسو  ددغه مرکز دولس تنه کارکوونکي دتحقيقاتو لپاره نيولي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته