کابلباختر د زمري ١٩ مــــــــــــه
دوه تنه ډار اچوونکي دملي اردو د امنيتي ځوا کو نو دفعاليتونو په بهير کې ټپيان شول او نهه تنه نور يي له يوې ا ندا زى وسلو او مهما تو سره ونيول شول
د ملي دفاع وزارت دويندوى مطبو عا تي دفتر باخترا ژانس ته خبر ورکړ
دميدان وردګو ولايت دسيد ا باد ولسوالۍ په مر بو طاتو کې د ملي اردو د منسو بينو د چاڼيزو عملياتو په بهير کې پنځه تنه ډار اچوونکي و نيول شول اود هغوى دوه ميله پيکا ، له شپږو شا ژورونو سره يي دوه کلاشينکوفو نه ،دپيکا دوه شريدونه ، يوه تو مانچه ، دوه لاسي بمو نه اويوه ايکم مخا بره تر لاسه شويده
دغه راز د هلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ په مر بو طاتو کې دتصفيوي عمليا تو په بهير کې دوه تنه ډار اچوونکى ټپيان شوي ، يو تن يي نيول شوي اود هغوى يو موټر سايکل ، يو کلاشينکوف او يوه مخا بره ترلاسه شوي ده اود قند هار ولايت دشاه ولي کوټ ولسوالۍ په مر بو طاتو کې يو تن د پنځه اويا ملي متري توپ له پنځلسو سرګلو لو سره نيول شوي دي
د ملي اردو د منسو بينو دامنيتي ګز مي په بهير کې دوه ماين ښخوونکى دلو ګر ولايت دڅرخ او محمداغى د ولسواليو په مر بو طاتو کې دماين ښخولو په وخت کې نيول شوي دي
دغه را ز د ملي اردو دمنسو بينو د امنيتې دندو په بهير کې د هلمند ولايت دسنګين، مارجى اود خاشرود د ولسواليو په مر بو طاتو کې اته ماينو نه اودارزګان ولايت په مر بو طاتو کې پنځه ماينو نه کشف او شنډ کړاى شوي دي