سیاست

دافغانستان دبهرنيو چارو وزير دنوي عيسوي کال له امله ديوشمير هيوادونو دبهرنيو چارو وزيرانو ته مبارکې وويله .

کابل  باخترمرغومي دمياشتې  ١١ :
دافغانستان دبهرنيو چارو دوزير ډاکترزلمي رسول له خوا دنوي عيسوي کال له امله دځينو هيوادونو دبهرنيو چارو دوزيرانو په نامه دمبارکې  جلاجلا پيغامونه ليږل شوي دي.
دباختراژانس دخبرله مخې  په دغو پيغامونو کې چې دکولمبيا دبهرنيو چارو دوزيرې  مارياانخيله اولګين ، داستراليا دبهرنيو چارو دوزير باب کار ، دنوي زيلاند دبهرنيو چارو دوزير موري مکول ، دبرازيل فدراتيف دبهرنيو چارو دوزير انتونيودي اګو پارپتريوته   د دومنيکېن جمهوريت  دبهرنيو  چارو دوزير کارلوس موراليس ترونکو سو ، دمکسيکو جمهوريت دبهرنيو چارو دوزير خوشي انونيو مناده او دارجنتاين  دبهرنيو چارو دوزير هيکتورسارکوس تيمرمن په نامه ليږل شوي دي دنوي  عيسوي کال له امله دښو مبارکېو دڅرگندولو ترڅنګ دافغانستان او ددغو هيوادونو ترمنځ داړيکو په پراختيتا باندې ټينګار شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته