نړۍ

له پاکستان سره دامريکا خبرې به دوام وکړي

واشنګتن ډي ډان   دثور دمياشتي٩ نيټه :

دامريکا متحده ايالات  اوپاکستان په اسلام اباد کې په دوه ورځنيو خبرو کې کومي نتيجې ته ونه رسيدل  خو دامريکا دمامورينو دڅرگندونوله مخې، سلامشوري به دوام وکړي .

دامريکا دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو وزارت وياند ويکتوريا تاراند په واشنګتن کې په يوه مطبوعاتي مرکه کې وويل چې له اسلام ابادسره پروني خبرې کومې نتيجې ته ونه رسيدې خو څرگنده يې کړه چې دا دخبرو پيل دى او موږ غواړو چې  ددغو خبرو له لارې  پرمسالو کار وکړو  چې داکار وخت ته اړتيالري .

درارسيدلو خبرونوله مخې،   دغه خبرې پردريو مهمو مسلو لکه افغانستان ته دناټو دتدارکاتي لارو بياپرانستل ، په پاکستان کې دبي پيلوټه امريکايي الوتکو بريدونو بندول اودپاکستان دپوځيانودپلټنې پريوې پوستې دتيرکال دليندي دمياشتې دڅلورمې  نيټې له بريدونو وروسته چې له امله يې څلرويشت تنه ووژل شول پربخښنې غوښتلو متمرکزې وې خوپردغو مسلو له موافقي  پرته خبرې پاى ته رسيږي .

ميرمن ويکتوريا  اشاره  وکړه چې  نه دغودوه اړخيزو خبرو اوله  افغانستان سره  په يو درې اړخيزو خبرو کې دبهرنيو چارو دملي دفاع اوملي امنيت وزيرانو برخه لرله .

په دغو خبرو کې دافغانستان ،دامريکا دمتحده ايالاتو اوپاکستان لورو له پوځي مليشوسره  دروغې جوړې دبهير دمسالي په باب هم خبرې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته