امنیت

د طالبانو يو قوماندان ووژل شو او بل يې ټپي شو

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢٥
د وسله والو طالبانو د ډلې يو مشهور قوماندان د ننګرهار ولايت په مربوطاتوکې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ګډو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شو.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان امين جان چې د ننګرهار ولايت په مربوطاتوکې يې په زياترو تروريستي فعاليتونوکې فعال رول درلود؛ دغه ولايت د پچيراو اګام ولسوالۍ په مربوطاتوکې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ګډون چاڼيزو عملياتوکې ووژل شو او ساتوونکى يې ټپي شو .
دغه راز د ننګرهار لايت د روداتو ولسوالۍ په مربوطاتوکې د دغو ځواکونو په نورو عملياتوکې د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان په عبدالله مشهور زبير له دريو تنو ساتوونکو سره يې ټپي شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته