په قومي چارو کې دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس دسلاکار په توګه د عبدالهادي واحدي دټاکنې په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي حکم
داړوندو چارو دښه سمون ، د مخورو اشخاصو له بډاي تجربې اوټولنيز نفوذ څخه داستفادې په مقصد او دافغانستان داساسي قانون د٦٤ مادې د حکمونو د صراحت په رڼا کې دچارو دادارې او دوزيرانو شورا د دارالانشا دلوى رياست د تشکيل تر څنګ دقومي چارو دسلاکار په توګه ديو مافوق رتبه بست په زياتولو سره دعبدالهادي واحدي ټاکنه منظورم .