دلوګر ولايت له دارالمعلمين سره پرون دملي اردو له خوا ديوې اندازې قرطاسيي مرسته وشوه .
دباختر اطلاعاتي اژانس ته دپوهنې وزارت دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې په دغو مرستو کې دقرطاسيي ترڅنګ لاسي بکسونه او راډيو ګانې هم شته .
دغه توکي دملي اردو داستازي له خوا دلوګر ولايت ددارالمعلمين مسوولينو ته وسپارل شول چې ددغه دارالمعلمين پر محصلينو يي وويشي .
ديوبل خبر له مخې دنړۍ روغتيايې سازمان دهلمند ولايت له پوهنې سره دڅلور سوه ډبليو غوړيو مرسته وکړه .
ددغه ولايت دپوهنې دمسوولينودڅرګندونو له مخې دغه توکي به دهلمند ولايت دمرکز دښوونځيو په زده کوونکو وويشل شي .