سیاست

جمهور رئیس غني په هند کې د افغانستان د سفارت ودانۍ له بیا رغونې وروسته پرانیستله

کابل_باختر_ د ثور د مياشتې ٨ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د هندوستان په پايتخت نوي ډهلي کې د افغانستان د لوی سفارت ودانۍ له بیا رغونې وروسته، پرون پرانیستله.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په هندوستان کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لوی سفارت دغه ودانۍ چې ځمکه یې د ملت د بابا اعلیحضرت محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پرمهال په هند کې د افغانستان د سفیر عبدالحسین عزیز له خوا په ۱۳۳۵ لمریز کال کې پېرودل شوې وه؛ د بنسټ ډبره یې د سردار محمد داوودخان د واکمنۍ پر مهال کېښودل شوه او څو کاله وروسته یې د ودانولو چارې بشپړې شوې .
د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال په هندکې د افغانستان د سفیر شیدا محمد ابدالي له خوا د دغې ودانۍ د رغونې او بیا رغونې چارې بشپړې شوې او د ۱۳۹۴ لمریز کال د ثور په ۷مه نېټه د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني له خوا هند ته د هغه د رسمي سفر په ترڅ کې په رسمي ډول پرانیستل شوه.
جمهور رئیس غني د دغې ودانۍ له پرانیستلو وروسته په هند کې د افغانستان له سفیر شیدا محمد ابدالي او د دغه سفارت له کارکوونکو سره وکتل.
په دې کتنه کې جمهور رئیس محمد اشرف غني شیدا محمد ابدالي او د دغه سفارت کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې په هند کې د میشتو افغانانو او افغان محصلینو د ستونزو د حل لپاره له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه ونه کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته