خبرونهاقتصادټولنه

۱۷بهرنیو سیلانیانو د پروان د توپدرې له سټوپې څخه لیدنه وکړه

کابل، د وري ۵ مه، باختر

د پروان سیمه ییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت د توپدرې له سټوپې څخه پرون ۱۷ ټایلنډي سیلانیانو لیدنه کړې ده.

د پروان  د اطلاعاتو اوکلتور ریاست د ګرځندوی آمر عتیق الله صافي د توپدرې سټوپې د ارزښت په اړه سیلانیانو ته معلومات ورکړل او ویې ویل چې د توپدرې سټوپه یوه له تاریخي آبداتو څخه ده، چې شاوخوا ۲۰۰۰ کاله لرغونتیا لري.

نوموړي زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي ترڅو سیلانیانو ته لاډېرې آسانتیاوې برابرې کړي.

په ورته وخت کې د سیلانیانو د ډلې مشرپول، پروان ولایت ته د خپل سفرموخه د تاریخي او لرغونوځایونو څخه لیدنه وبلله او ویې ویل:«، موږ ته معلومه شوه افغانستان یو با امنه او د ژوند ريښتنی هېواد دی او په نړۍ کې ترټولو په زړه پورې هېواد دی».

یادو سیلانیانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له هرکلي څخه د مننې ترڅنګ له نورو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو څخه هم وغوښتل چې افغانستان ته سفر وکړي او له تاریخي او لرغونو ځایونو څخه لیدنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته