سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

یوه بله ناټو؛ اسرایل د ورکېدو له خطر سره مخ دی

کابل، د وري ۱۹ مه، باختر

تبصره

د امریکا په مشرۍ ناټو سازمان شل کاله په افغانستان کې د افغانانو د تسلیمولو لپاره هڅې وکړې، هغه هڅې چې د خپلې ماتې سبب یې شوې او په پوره شلو کلونو کې یې خپلې ټاکلې موخې ترلاسه نه شوې کړای.

افغانستان کې نږدې ۷ لکه بهرنيو پوځونو او داخلي ملګرو یې له خپل ټول قوت او تجهیزاتو سره د شاوخوا اویا زره موټرسایکل سپرو مجاهدینو پر وړاندې پاتې رغلل او له سختې شرمونکې ماتې سره مخ شول، چې پایله دا دی د هېواد ازادي ده.

اوس چې د اسرایل حالت ته نظر وکړم او بیا د افغانستان جهاد را یاد کړم، نو د فلسطیني جهادي ډلو پر بریا مې یقین نور هم زیات شي.

صهیونست رژیم د جګړې په پیل کې ویلي وه، چې د حماس تر بشپړ له منځه وړلو، د غزې امنیتي چارې په واک کې تر اخیستلو او دغه راز د فلسطیني جهادي ډلو له بند څخه د خپلو ټولو بندیانو تر راخوشې کېدو پورې به جګړې ته دوام ورکړي او د خپلې حتمي بریا اعلانونه یې کول.

خو د دغې جګړې د اوومې میاشتې په پیل کې داسې ښکاري، چې اسرایل نه یواځې خپل هدف ته نه دی رسېدلی؛ بلکې زیان یې هم لیدلی.

دوی نه دي توانېدلي، چې خپل اتباع د حماس له بند څخه راخوشې کړي، هغه څه چې د نتانیاهو حکومت یې د اسرایلي وګړو له سختو نیوکو او فشار سره مخ کړی.

اسرایلي پوځ و نه شو کړای، چې تر شپږ میاشتو وروسته غزه په خپل کنټرول کې راولي او فلسطیني جهادي ډلې له منځه یوسي او د دوی دغه ناکامي د دغه رژیم د نړیوالو ملګرو لکه امریکا ناکامي ده، ځکه واشنګټن په روانې جګړه کې د اسرایلو پوځي او مالي کلکه ملګرتیا کوي.

دغه راز صهیونست رژیم په دغې جګړه کې زرګونه پوځيان له لاسه ورکړل او زرګونه نور یې بیا داسې ټپیان شوي، چې ممکن له ژوند کولو ورته مرګ ښه وي.

د اشغالګرو د ناکامۍ بله لویه نښه د ملکي وګړو وژل دي، چې تر دا مهاله یې په خپلو بمباریو کې تر ۳۳ زره ډېر کسان، چې ۴۰ سلنه یې ماشومان دي، شهیدان کړي او تر ۷۵ زره ډېر یې ټپیان کړي دي او له دې معلومېږي، چې اسرایل د فلسطیني جهادي ډلو پر وړاندې پاتې راغلي او هڅه کوي د ملکيانو د وژلو له لارې خپل اهداف تعقیب کړي، هغه پلان چې بریالی کېدای نه شي.

صهیونست رژیم په لومړیو کې فکر کاوه، چې ګواکې یواځې حماس غورځنګ دی او بس، خو وروسته یې چې د نورو اسلامي جهادي ډلو اتحاد ولیده نو واڼې یې وتښتېدې او خپله پرېکنده ناکامي یې په خوب نه؛ بلکې په ویښه ولیدله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته