امنیت

دداعش وسله والې ډلې يو تن د طالبانو سره د لاس لرلو په تور وژلی دی

جلال اباد باخترد زمري د میاشتې ۱۵ مه
په ننګرهار ولايت کې دداعش وسله والې ډلې يو تن په دې تور وژلى چې ګواکې ورور او وراره یې د وسله والو طالبانو سره لاس لري.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي باختر اژانس ته وویل چې دداعش وسله والو د چپرهار ولسوالۍ په سپرې سيمه کې يو دوويشت کلن هلک په دې تور وژلى چې ګواکې ورور او وراره يې د وسله والو طالبانو په ليکو کې فعالیت کوي.
د یو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولايت  د کامې ولسوالۍ په دار کلي کې تيره شپه يو تن خپل ورور د چاقو په ګذارونو سره شهيد کړی دی.
ويل کيږي دغه پېښه د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې ده. پای/رووفي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته