خبرونهامنیتTOP

کندهار کې پرونی بريد په نړيواله کچه وغندل شو

کابل، د وري ۳مه، باختر
د کندهار ولايت په مرکز کندهار ښار کې وروستی ځانمرګی برید په نړيواله کچه وغندل شو.
ياد ځانمرګی بريد پرون د پنجشنبې په ورځ زړې قومندانۍ ته څېرمه د کابل بانک نمايندګۍ مخې ته هغه مهال ترسره شو، چې يو شمېر کسان د بانک مخې ته د پيسو ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو.
د سعودي عربستان، ایران او متحده عربي امارتو د بهرنیو چارو وزارتونو سربېره د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس‌ویسټ دغه پېښه غندلې ده.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په خپرولو سره همدارنګه ویلي، چې هېواد به یې د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.
هېره دې نه وي، چې د کندهار د امنيې قوماندانۍ ویاند رسنيو ته ويلي، چې د ياد بريد په پايله کې ۳ تنه هېوادوال شهيدان او ۱۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته