خبرونهنړۍ

د پاکستان ټاکنې؛ نواز شریف تر نورو مخکښ بلل کېږي

نړۍ، د سلواغې ۱۷ مه، بهرنۍ رسنۍ

ټاکل شوې سبا نه بله ورځ یعنې د فبرورۍ پر اتمه نېټه پاکستان کې عمومي پارلماني ټاکنې ترسره شي، چې پایله کې به یې د دغه هېواد لپاره په رسمي ډول نوی لومړی وزیر وټاکل شي.

که څه هم پاکستاني امنیتي ادارو د دغو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د بشپړ امنیت د ټینګښت هڅې کوي، خو لا له وړاندې په ځينو سیمو کې د ټاکنو اړوندې امنیتي پېښې رامنځته شوې دي.

د دغو پېښو په لړ کې د ټاکنیزو کمپاینونو ځینې راټولېدنې، د ټاکنو کارکوونکي او دغه راز نوماندان په نښه شوي او وژل شوي دي.

د پاکستاني او ځینو نورو نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې دغو ټاکنو کې د پخواني لومړي وزیر نواز شریف ګوند مسلم لیګ تر نورو مخکښ بلل کېږي او د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بېنظیر بوټو د زوی بلاول بوټو(د خلکو ګوند) دویم ګوند دی، چې ممکن د پنجشنبې ورځې عمومي ټاکنو کې ډېرې رایې ترلاسه کړي.

تحریک انصاف ګوند، چې پخوانی مشر یې عمران خان دا مهال په بند کې دی او نور ملګري یې ټاکنیزې هڅې پر مخ بیایي ویل کېږي، دغو ټاکنو کې ښه وضعیت نه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته