خبرونهټولنهروغتیا

کندز کې په نشه یي توکو د ۱۸۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې

کابل، د سلواغې ۲۳مه، باختر
په کندز کې د افغانستان اسلامي امارت له حاکميت څخه تر دې دمه په نشه یي توکو د ۱۸۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې ده.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند قاري جمعه‌الدین خاکسار باختر آژانس ته وویل چې په مرکز سربېره ۹ ګونو ولسوالیو کې د اسلامي امارت له راتګ وروسته په نشه یي توکو د ۱۸۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
له بلې خوا د‌ کندز یو شمېر اوسېدونکي وايي، له کومې ورځې چې امنیتي مسوولینو په نشه یي توکو د روږدو کسانو د راټولولو لړۍ پیل کړې ورسره سم د روږدو کسانو په شمېر کې د پام وړ کموالی هم راغلی دی.
ورته مهال په دغه ولایت کې د نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې کمپ کې مېشت روږدي کسانو د دوی د درملنې برخه کې له ځایي مسوولینو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې له رغېدو وروسته به بیا دې ناوړه عمل ته مخه نه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته