امنیت

اووه ويشت طالبان په پکتيا کې ووژل شول

 کابل/ باختر/ د وږي ١٩مه
په پکتيا کې ٢٧ وسله وال طالبان تېره شپه په هوايي بريدونوکې ووژل شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ايمل مومند باختر آژانس ته وويل: دغه وسله وال طالبان د ائتلاف ځواکونو په هغو بريدونوکې چې د آريوب ځاځى  ولسوالۍ په سورګل،  لکړۍ، سرې خاورې او نښترچينې په کليو او د زرملې ولسوالۍ په کلالګو ساحه کې ترسره شول؛ وژل شوي دي.
مومند زياته کړه چې په بريدونوکې ٧ نور وسله وال طالبان ټپيان شوي او د دښمن يو زيکويو، يو موتر او درې موټر سايکلونه ويجاړ شوي دي.
ختم- عطاالله- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته