خبرونهټولنهTOP

کرنې وزارت: ښار له  شنې فضا پرته ښکلا نه لري

 کابل/ د کب ٥مه / باختر

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن ( د خپلواکۍ او سمسورتيا د نيالګي ) په شعار سره د١٤٠١  کال د نيالګيو کېنولو سراسري ملي کمپاين پيل کړ.

د باخترآژانس خبريال د خبرله مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د کابل  د نادرخان په غونډۍ کې جوړه شوې وه، په کې د رييس الوزرا اداري مرستيال  مولوي عبدالسلام حنفي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالرحمن راشد، د مها جرينو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خليل الرحمن حقاني او د افغانستان د اسلامي امارت يوشمېر مسوولينو ګډون کړی وو.

دغونډې په پيل کې مولوي عبدالرحمن راشد د اسلام مبين دين له نظره د نيالګيو کېنولو پر ارزښت خبرې وکړې او ويې ويل: هغه ښار چې شنه فضا ونه لري ښکلا نه لري.

هغه د رسول اکرم (ص) يو حديث ولوست چې په کې ويل شوي دي؛ هغه کسان چې  نيالګي کېنوي او يا کرکيله کوي کله چې الوتونکي، انسان يا حيوان له هغه استفاده کوي په يقين سره دا ټول ورته صدقه جاريه شمېرل کېږي.

مولوي عبدالرحمن راشد  د هېواد له خلکو وغوښتل چې د هوا د ککړتيا د مخنيوي او دهېواد  د ښکلا لپاره  د نيالګيو کېنولو په سراسري کمپاين کې ونډه واخلي.

د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ  وزارت سرپرست زياته کړه چې ياد وزارت په روان کال کې د هېواد  د مرکز او ٣٤ ولايتونو په ګډون څه د پاسه ٦ ميليونه  مېوه لرونکي او بې ميوې نيالګي روزلي دي او څه ناڅه ١٩ ميليونه نور نيالګي  د موسسو او قوريه لرونکو اتحاديو او د خصوصي سکتور په همکارۍ روزل شوي چې په ١٤٠١ کال کې به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې کېنول شي.

هغه له خلکو وغوښتل چې د هېواد په مرکز او ولايتونو کې د دغه وزارت  همکارو بنسټونو دفترونو ته مراجعه وکړي او نيالګي ترلاسه کړي.

په دې غونډه کې د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي هم د نيالګيو  او د نيالګيو کېنولو  پر ارزښت خبرې وکړې او له خلکو يې وغوښتل چې په هېواد کې  د پاکۍ ، سمسورتيا، ښکلا او د هوا د ککړتيا د کمښت  او مخنيوي په خاطر يو- یو نيالګي کېنوي.

د دې کمپاين موخه د ژوندانه د چاپيريال ساتنې، سمسورتيا او ښه والي، د هوا د ککړتيا مخنیوی، د کاري زمينو برابرول، د نيالګيو کېنولو فرهنګ رواجول او د نیالګیو کېنولو کمپاین لپاره د خلکو هڅول ښودل شوې ده.

په پاى کې مسوولينو د يوه نيالګي په کېنولو سره  د ١٤٠١ کال د پسرلي د نيالګيو کېنولو ملي کمپاين پيل کړ.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته