ښوونه او روزنه

په سمنګانو کې دسواد د زده کړې فعاليتونه مخ په زياتوالي دي

کابل باختر د کب دمياشتې  ٨ :
دسمنګانو ولايت دپوهنې رياست د سواد د زده کړې آمر په دغه ولايت  کې دسواد  د زده کړې په برخه کې د فعاليت  د زياتوالي خبر ورکړ او ويې ويل چې په ١٣٩٦ کال کې د نارينه و او ښځو  په ګډون څه د پاسه پنځه زره تنه  چې عمر  يې  له پنځلسوڅخه نيولې ترپنځه ويشتوکلونوپورې وي ددغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې دزده کړې په پروګرام کې شامليږي.
د سمنګانو و لايت  د پوهنې رياست د سواد د زده کړې  آمر فيروزالدين احمدي باختر آژانس ته وويل : په  ١٣٩٥ کال کې  ددغه امريت له لارې  څه ناڅه دوه زره تنه  چې دبيلابيلو عواملو له امله   له  زده کړې څخه  پاتې شوي  و د سواد دزده کړې ترپوښښ لاندې ونيول شول  او دسواد له زده کړې څخه برخمن  شول خو په  راتلوونکي کال کې دغه شمير پنځه زره تنو ته لوړيږي.
ده زياته کړه  په پام کې ده  يو سلو اتيا ټولګي دهغو کسانو لپاره چې د سواد     زده کړې  ترلاسه کوي  چمتو شي   او يوشمير ملي او نړيوالې موسسو ددرسي موادو په برابرولو کې له دوى سره همکاري کړې ده.
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې ؛ دغه پروګرام د راتلوونکي هجري لمريز کال  له پيل څخه  شروع کيږي   او نهه مياشتې به  دوام وکړي  اوپه پاى کې به فارغانو ته  دښوونځي  د دريم ټولګي معادل تصديق ليکونه هم ورکړى شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته