کابل/ د وري١٤ مه / باختر
په کابل کې پر ۶۶۰ داخلي بې ځايه شويو کورنيو د (ادرا افغانستان) موسسې له لوری نغده مرسته ووېشل شوه.
دغه کورنۍ د يادې موسسې او د کابل مهاجرينو رياست په ګډې همغږۍ سروې شوې وې چې پر هرې کورنۍ۲۵۶۱۰ افغانۍ ووېشل شوې.
دغه مرستې د (ادرا افغانستان) د برنامو عمومي رئيس حامد اکبري او د کابل مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي په شتون ووېشل شوې.
بارکزی