امنیت

دماين دچاودنې له امله يو تن ووژل شو اويو بل تن ټپي شو .

کابل باختر دلړم اتلسمه :
دغور ولايت  په دوه لينه ولسوالۍ کې  پرون  دماين دچاودنې له امله  يو تن ووژل شو او يو تن بل ټپى شو .
  د دوه لينه ولسوالۍ  دامنيې قوماندانۍ  دښوونې او روزنې آمر دويم څارن محمد نسيم  باختراژانس ته وويل  چې دغه پيښه  ددوه لينه ولسوالۍ  په شاه جوي واټ کې هغه وخت رامنځته شوه  چې دوه تنه  ملکي وګړي  له ساحې څخه  د تيريدو په وخت کې  په واټ کې  په ښخ کړى شوي ماين وختل  او دچاودنې له امله  يو تن شهيد  او يوتن بل ټپى شو .
يوه اړونده خبرځاى وويل ددغې پيښې ټپي  دغور ولايت  مرکزي روغتون ته ليږدول شوى  او تر درملنې لاندې دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته