خبرونهورزش

کابل «ب» لوبډلې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو اتلولي خپله کړه

کابل، د کب ۱۷مه، باختر

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ۱۵م پړاو سیالۍ چې د ۱۲ ولایتي لوبډلو ترمنځ د تېرې فبروري میاشتې په شلمه نېټه د هېواد په درې ولایتونو کې پیل شوې وې، نن په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د کابل «ب» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبې ته د پکتیا او کابل «ب» لوبډلو لاره موندلې وه، د لوبې پچه د پکتیا لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنېې پرېکړه وکړه او په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې یې د ځپلو ۹ لوبغاړو په زیان سره ۲۶۲ منډې جوړې کړې چې په ځواب کې د کابل ولایت «ب» لوبډلې د محبوب تسکین د سلیزې او لوبډلمشر سمیع الله مموزي  او عثمان نوري د نیمه سلیزو پر مټ دغه هدف په ۴۹م اور کې ترلاسه کړ او دغه لوبه یې د ۷ ویکټو په توپیر په خپله ګټه پای ته ورسوله.

د دغو سیالیو تر ټولو غوره توپوهونکی هم د کابل لوبډلې تکړه لوبغاړی محبوب تسکین ونومول شو چې په ۵ پاڼیو کې یې د ۲ سلیزو پر مټ د ۵۹ منډو په اوسط سره ۲۹۵ منډې جوړې کړې وې. همدارنګه د دې سیالیو غوره توپ اچوونکی هم د کابل «ب» لوبډلې تکړه لوبغاړی عبدالله احمدزی ونومول شو چې په ۸ پاڼیو کې یې ۱۶ وېکټې ترلاسه کړې وې.

د پنځلسم پړاو لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ځوان لوبغاړی هم د کابل «ب» لوبډلې ورو توپ اچوونکی عاقل خان ونومول شو چې په لومړۍ درجه ولایتي سیالیو کې یې ۱۱ وېکټې ترلاسه کړې وې. همدارنګه د دغو سیالیو تر ټولو غوره لوبغاړی بیا د پکتیا لوبډلې الرونډر حقمل اریا ونومول شو؛ نوموړي په ۷ سیالیو کې د یوې نیمه سلیزې پر مټ ۱۴۴ منډې جوړې کړې وې او ترڅنګ یې ۱۲ وېکټې هم ترلاسه کړې وې.

دا په روان کال کې د کورني کرکټ دویم ټورنمنټ و چې ترسره شوه او ټاکل شوې د دې سیالیو په تعقیب په راتلونکې اپرېل میاشت کې د هېواد تر ټولو سترې شل اوریزې سیالۍ شپږیزه کرکت لیګ او ورپسې به د زونونو په کچه درې ورځنۍ سیالۍ پیل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته