سیاست

دسولې دعالي شورا رييس له وسله والو مخالفينو سره په سياسي خبرو باندې ټينګار وکړ

فيض آباد  باختردلړم دمياشتې ١٥ :
دسولې دعالي شورا رييس پرون دبدخشان ولايت دخلکو د استازو په غونډه کې چې په فيض ابادښارکې جوړه شوې وه؛ له خلکوڅخه وغوښتل چې دجمهوري رياست په راتلوونکو انتخاباتو کې په پراخه توګه ګډون  وکړي .
له بدخشان ولايت څخه دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې: دسولې دعالي شورا رييس صلاح الدين رباني د جمهوري رياست د انتخاباتو د ترسره کولو دنيټې دټاکل کېدو دهرکلى په ترڅ کې، له ټولو خلکو  څخه وغوښتل چې د١٣٩٣ کال په انتخاباتو کې ګډون وکړي او د ټولنې دغوره کسانو په ګټه  دې رايې ورکړي .
صلاح الدين رباني ، سره له دې چې  د ورې مياشت  له اقليمي ستونزسره يوځاى وبلله او ويې ويل  چې خلک په بشپړه توګه د انتخاباتو په بهيرکې ګډون نه شي کولاى،  خوبيا هم دانتخاباتو دترسره کولو دنيټې ټاکل کېدل دافغانستان خلکو ته د خوشحالي ځاى دى .
ده ټينګار وکړ چې دولت  دسولې له لارې دافغانستان دقضيو دحل کولو پلوي دي  او غواړو  چې له ښکيلو لورو سره  دخبرو او تفاهم له لارې جګړه پاى ته ورسوو چي همدا اوس په دي لاره کې  عملي اقدامات پيل شوي دي.
دبدخشان والي ډاکترشاه ولى الله  اديب دسولې او خبرو د اړتيا په باب خبرو کې ټينګار وکړ او ويې ويل :  هغه کسان چې دجهاد اواسلام په نامه په تاوتريخوالې لاس پورې کوي؛ په حقيقت کې غواړي اسلام بدنامه کړي او موږ له هغوى څخه غواړو چې خپلې وسلې پرځمکه کيږدي  اودسولې له بهيرسره  دې يو ځاى شي.
په دې غونډه کې يوشمير عالمانو اوځوانانو دبېلابېلو قشرونو په استازيتوب خبرې وکړې او د سراسري سولې او امنيت په تامينولو کې يې خپل تيارى څرگندکړ.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته