خبرونهسیاست

ډاکټر عبدالله په کابل کې د ترکیې له سفیر سره وکتل

۴۴- کابل / د لیندۍ ۵ مه / باختر
د ملي پخلاینې د عالي شورا رییس ډاکټرعبدالله عبدالله نن په کابل کې د ترکیې جمهوریت له سفیر اوزان ارطغرل سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې ترکیې ته د ملي پخلاینې د عالي شورا د رییس او ملګري پلاوي سفر او د دغه سفر د لاسته راوړنو په اړوند خبرې وشوې.
ډاکټر عبدالله انقرې ته په وروستي سفر کې د ترکیې جمهوریت د هرکلي او میلمه پالنې څخه قدرداني وکړه.
دغه راز دواړو لوریو په دوحه کې د سولې خبرو اترو، جینوا غونډې او د سولې د ملاتړ په خاطر د سیمه ییزې اجماع د جلبولو او پیاوړتیا په اړوند خبرې وکړې.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته