ټولنه

دنوي والي دټاکنې په غبرګون کې دبغلان دخلکو مظاهرې

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٨ :
دبغلان ولايت په سلګونو تنو اوسيدونکو دنوي والي دګومارنې په غبرګون کې  په مظاهرو لاس پورې کړ.
مظاهره کوونکو ښاغلى عبدالحى نعمتي دبغلان ولايت ته  ګټور شخص نه بولي
اعتراض کوونکو نعمتي  شيخ فاني دى دشعارونوپه ورکولو سره  موږ ځوان  والي غواړو اودملي وحدت له  حکومت څخه يې وغوښتل چې دبغلان دوالي په توګه ددغه شخص دټاکنې په باب نوى نظر وکړي.
مظاهره کوونکو دبغلان ولايت دمرکز پلخمري ښار  په مرکزي چوک کې په  غونډې سره دکابل _ مزار لويه لاره ددريو ساعتونو لپاره وتړله .
يو تن مظاهره کوونکى نصير غفاري باخترآژانس ته وويل ؛   په بغلان کې دناامنيو او ډار اچوونکو بريدونو زياتوالى  اودپرمختيايي پروژو نه تطبيق ته په پاملرنې سره بايد بغلان  ته نوى ځوان او زړه سوانده والي وټاکل شي.
مظاهره کوونکو ديوه پريکړه ليک په صادرولو سره مظاهرې پاى ته ورسولې.
دوى په پريکړه ليک کې  دبغلان امنيتي حالت   اوپه دغه ولايت کې  دسترو پرمختيايي پروژو نه تطبيق ته په اشارې سره  دملي وحدت له  حکومت څخه وغوښتل چې يو ځوان شخص ددغه ولايت دوالي په توګه  وټاکي.
ښاغلى نعمتي نوى دجمهوررئيس دفرمان له مخې دبغلان دوالي په توګه        ټاکل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته