کابل، د سلواغې ۸مه، باختر
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر، د کندهار له والي ملا محمد علي حنفي سره وکتل.
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې ډاکټر عمر، د ادارې د مخکېني او اوسني وضعیت په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي چې د بېکیفیته خوړو او درملو د مخنیوي په موخه شپه او ورځ هڅې روانې دي.
هغه زیاته کړې چې د داخلي تولیداتو پرمختګ د دوی په لومړیتوب کې دی او په خبره یې داخلي تولیدات د پخوا په پرتله ۱۵سلنه لوړ شوي او ۲۰ سلنه د بازار بسنه کوي.
د کندهار والي هم، په ټول هېواد کې د خوړو او درملو ملي ادارې د رهبرۍ هڅې، کړنې او فعالیتونه ستایلي او د همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.
هېره دې نه وي چې د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره مخکې یوازې او یوازې تر مرکز پورې محدوده وه؛ خو د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره اوسمهال دغه اداره د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې فعالیت لري.