امنیت

د زابل ولايت د سولې د شورا يو غړى ترور شو

کابل باختر د ليندي اتمه :
د زابل ولايت دسولې د شورا يو غړى د ناپيژندل شويو وسله والوکسانو د بريد له امله ترور شو.
په محمد رسول کوچى پرون ناوخته کله يې چې په قلات ښارکې خپل نيمه کاره کورکاته؛ د ناپيژندل شويو وسله والوموټرسايکل له خوا بريد وشو او ووژل شو .
د زابل والي محمد اشرف ناصري له باخترآژانس په اړيکه کې د دغه ولايت دسولې د شورا د دغه غړى وژل کيدل تاييد کړل او ويې ويل چې يرغلګر له بريد وروسته په تيښتي بريالي شوي دي.
محمد رسول کوچى دکوچيانو استازى او په وروستيوکلونوکې په زابل ولايت کې يو ډير مخور قومي مشر بلل کيده .
د زابل والي په داسې حال کې چې دکومې خاصې ډلې يا سړي يادونه ونه کړه؛ وايي چې محمد رسول کوچى د افغانستان دخلکو د دښمنانو له خواترور شوى دى .
  خو عيني شاهدان وايي چې يرغلګردطالبانو په ډلې پورې اړوندکسان وو.
سيمه ئيزمسوولين وايي چې ددغه پيښې د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره يې پلټنې پيل کړې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته