کابل باختردوري دمياشتې ٣٠
د ملي اردو ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتوکې څلور تنه وسله وال مخالفين ووژل .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
دملي اردو ځواکونو د قندهار، سرپل، بغلان، بلخ او دکابل د ولايتونو په مربوطاتو کې څو امنيتي فعاليتونه ترسره کړل چې له امله يې څلور تنه وسله وال مخالفين ووژل شول، شپږتنه ټپيان او څلور تنه نور يې ونيول شول.
په دغوعملياتوکې يوه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي او پنځه پنځوس ماينونه، څلويښت کيلوګرامه چاوديدونکي توکي کشف او شنډکړاى شوي دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ