امنیت

څارګرې ادارې په قندهار کې یوه تروریستي ډله نېولې

قندهار باختر د  وږي ۱۹ مه
د قندهار د ولایتي ادارې مسوولین وايي چې، څارګرې ادارې  په دغه ولایت کې  د  وسله  والو  طالبانو یوه څلور کسېزه ډله نیولې.
د قندهار د والي سرپرست ویاند عزیز احمد  عزیزي د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته  وویل چې،دغو کسانو د قندهار ښار په شمول په ډنډ، دامان او د شاولي کوټ په ولسوالیو کې د دولت پر ضد تروریستي فعالیتونه ترسره کول .
سرچینه زیاتوي چې، نیول شوی طالبان په خپل جرمونو اعتراف هم کړي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته