ورزش

دسفيد سنګ دواليبال ټيم اتل شو .

-کابل باختر د ثور دويمه :
دسفيد سنګ دواليبال ټيم دلوګر ولايت دسولې دجام په سياليو کې اتل شو .
دواليبال پسرلنۍ تورنمنت چې دسولې دجام تر عنوان لاندې له څه مودې راپديخوا دلوګر ولايت دمحمد اغې په ولسوالۍ کې پيل شوى و پرون دسفيد سنګ دکلي دټيم په اتلولۍ سره پاى ته ورسيد .
  دلوګر ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست دځوانانو دچارو لوى مدير محمد کاظم  ابراهيم زاده دباختراژانس خبريال ته وويل دغه سيالۍ دلوګر ولايت دځوانانو دچارو دلوى مديريت او دورزش  او ځوانانو دپرمختيايي سازمان له خوا پيل شوې وې چې دمحمد اغې له ولسوالۍ څخه دولسو ټيمونو پکې ګډون کړى و .
ابراهيم زاده زياته کړه  په دغوسياليو  کې چې څلور ورځې دوام درلود په  فاينل لوبه کې دسفيد سنګ او دزاهد آباد ټيمونو لوبه وکړه چې په نتيجه کې يې دسفيد سنګ ټيم لومړى مقام او دزاهدا باد ټيم دويم مقام وګاټه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته