سیاست

اجرائیه رئیس د نورستان د ادارې واحدونو له مسؤلینو سره د ښې حکومتدارۍ په موخه ناسته وکړه

کابل_باختر د زمري د مياشتې١٠مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله نن نورستان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کي ‌په مرکز پارون کي ددغه ولایت د ادارې واحدونو له مسؤلینو سره د حکومتدارۍ د پیاوړتیا په اړه ناسته وکړه.
د اجراييه رياست د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
ادارې مسؤلینو په ولایتي او مرکزي سطحو کي‌خپلي ستونزي له اجرائیه رئیس او وزیرانو سره شریکي کړي‌ او غوښتنه یې وکړه، چي په ولایتي کچه دي د مسؤلینو صلاحیتونه زیات شي.
هغوی یادونه وکړه، چي د نورستان مرکز دي د ملکي پروازونو له لاري له مرکز کابل سره ونښلول شي، څو هم د دولتي ادارو او هم د ولسي خلکو د تګ راتګ ستونزي حل شي.
اجرائیه رئیس د نورستان والي او نورو اداري مسؤلینو ته وویل،‌چي تر ټولو وړاندي دي دي په اداراتو کي د حضور مسئله منظمه کړي او ورځني فعالیت ته دي لومړیتوب ورکړي.
نوموړي یادونه وکړه،‌چي اداري مسؤلین دې په منظمه توګه له مرکزي مسؤلینو سره په تماس او همغږۍ کي واوسي او ځانونه دې ډاډه کړي، چي د خلکو قانوني غوښتنو ته پر وخت او زمان رسیدګي شوې ده.
هغه اداري مسؤلینو ته هدایت وکړی، ‌چي خپلي اړتیاوې او لومړیتوبونه دې ډېر ژر توحید او د اجرآتو په موخه دې یې مرکزي دولت ته واستوي،‌ څو د وزیرانو شورا د دارالانشا ادارې لخوا له اړوندو وزارتونو سره شریک او په اړه یې اجرآت وشي.# 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته