خبرونهفرهنګTOP

پوهاند محمد رسول باوري: په ٢٠٢٤ کال کې د اسلامي هېوادونو د فرهنګي پايتخت په توګه د کابل ښار د چمتو کولو بهير پر ګړندي کولو ټينګار وکړ

٣٧- کابل / د مرغومي ٨مه /باختر
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د فرهنګ اوهنر معين پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ نن په ٢٠٢٤ ميلادي کال کې د اسلامي هېوادونو د فرهنګي پايتخت په توګه د کابل د نمانځلو د عالي کمېسيون څلورمه غونډه نن جوړه شوه.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د فرهنګ اوهنر معين څرګنده کړه چې د هېواد د جمهور رييس په لارښوونه ( په ٢٠٢٤ميلادي کال کې د اسلامي هېوادونو د فرهنګ د پايتخت کابل ) عالي کمېسيون جوړ شوى دى . چې د دغه تاريخي مناسبت د ښې نمانځنې په خاطر لازمې تيارى ونيول شي .
دغه راز پوهاند باوري د اسلامي هيوادونو د فرهنګي پايتخت په توګه په ٢٠٢٤ کال کې د کابل د مراسمو پرښې نمانځنې تينګار وکړ .
وروسته په دې غونډه کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د رسانه يي چارو سلاکار او وياند محمد صابر مومند د کمېسيون دغړو وزارتونو او بنسټونو ترمنځ د غونډو او همغږيو او د کمېسيون د کارونو په اړه معلومات ورکړل .
وروسته د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د پاليسي اوپلان رييس عبدالمقيم افغان د کابل د فرهنګي حوزې په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې د کابل په فرهنګي حوزه کې فرهنګي، هنري، مطبوعاتي او ورزشي مجتمع، لرغونې ساحې، د لرغونپوهنې پارک او د کابل د ګرځندوى ساحې شاملې وي .
هغه زياته کړه په دغه حوزه کې د محمود خان د پله ، د شيوه کيو د غرونولمنې،د نادر خان غونډۍ، د حشمت خان کول او د کابل بالاحصار شامل دي .
دغه راز د کمېسيون يوشمېر غړو په ٢٠٢٤ کال کې د کابل په مناسبت د خپلو اړوندو بنسټونو د پروګرامونو رپوټونه وړاندې کړل .
په همدې ترتيب د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ستر حقوقي سلاکار دلاور نذير زوى د کمېسيون د طرز العمل په اړه چې په پنځو فصلونو او ٢٤ مادو کې چمتو شوى دى معلومات ورکړل چې د کمېسيون دغړو له خوا تاييد شو .
وروسته د کمېسيون د عملياتي پلان او د لارې د نقشې او د اړتيا وړ بودجې په اړه خبرې وشوې او د کمېسيون غړو په دې اړه خپلې نظريې څرګندې کړې.
د غوڼدې په پاى کې پوهاند باوري د کمېسيون له غړو وغوښټل چې په (( ٢٠٢٤ کال کې د اسلامي هېوادونو د فرهنګي پايتخت کابل )) د ښې نمانځنې په مناسبت د خپلو اړوندو وزارتونو او بنسټونومشخص فعاليتونه او پروګرامونه په راتلونکې غونډه کې وړاندې کړي او په دې باب په خپلو اړوندو بنسټونوکې کمېټې جوړې کړي.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته