روغتیا

په هغو سيمو کې چې له خطر سره مخامخې دي ٦ر٥ مليونه تنه ماشومان دګوزڼ دناروغۍ په وړاندې واکسين کيږي

کابل باختر د کب دمياشتې  ٨ :
دعامې روغتيا وزارت سبا ديونسف ادارې او دنړۍ دروغتيايي سازمان په مالي او تخنيکي مرسته  په هغو سيمو کې چې له خطر سره مخامخې دي له پنځه کلنۍ څخه ښکته د  ٦ر٥ مليونو تنو ماشومانو دواکسين کولو په مقصد  د ٢٠١٧ کال  دمعافيت ورکولو دپروګرام دويمه  دوره پيلوي.
دغه پروګرام به  دکابل ښارپه ګډون د جنوب  او جنوب ختيځ زون په ټولو ولايتونو ، دختيځ زون  په زياترو ولسواليو  او دغه راز په هغو ټولو ولسواليو کې   چې له خطر سره مخامخې دي  په ټول هېواد کې دوام وکړي.
ددغه درې ورځني پروګرام په بهيرکې  څه دپاسه شپږ ديرش تنه   روغتيايي کارکوونکي  به داستوګنې په سيمو کې کور په کور لاړشي اوماشومان به واکسين کړي.
دجمعې په ورځ  به دپوليو دواکسين دتطبيق ټيمونه به له  هغوکورنيو څخه ليدنه وکړي  چې  په دې دريو ورځو کې ماشومان يې له واکسين څخه پاتې دي.
دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز وويل ؛ پوليو دماشومانو ددايمي معيوبيت  او آن دمړينې سبب کيږي .
دغه  معيوب ماشومان تل  دکورنۍ غړو ته اړ  وي .
افغانستان ، پاکستان او نايجريا په نړۍ کې هغه درې هېوادونه دي چې اوس هم دپوليو ويروس پکې  دګرځيدو په  حال کې دى.
د ٢٠١٧  کال له پيل څخه تراوسه پورې دپوليو دوه پيښې  په هېواد کې ثبتې شوې دي  چې يوه يې   په هلمند ولايت اوبله يې  په قندهار ولايت کې ثبتې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته