٣٥- کابل / دليندى ١٢مه /باختر
په کونړکې په لسګونو جګړه ځپلو کورنيو د کور درې مياشتنى کرايه ترلاسه کړل
د ان ار سي په نامه يو بنسټ له هرې کورنى سره د ١٧٠٠٠ افغانيو نغدو پيسو مرسته وکړه .
د کونړ د والي مرستيال ګل محمد بيدار باختراژانس ته وويل چې په دې دوره کې ١٠٧ جګړه ځپلو کورنيو نغدې پيسې ترلاسه کړل .
هغه وويل دغه کورنى کولاي شي د دريو مياشتو لپاره د خپل کور کرايه ورکړي.
په کونړکې د جګړو ځپلو په سلکونو کورنى له خپلو کورونو څخه بيځايه شوي دي .
ختم- ج – اکرم
2 د یوې دقیقې څخه لږ