امنیت

درې تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢٧:

ملي پوليسو پرون دهيواد په اوو ولايتونو کې دڅوعملياتو په بهيرکې درې تنه وسله وال مخالفين ووژل  او درې تنه يې ونيول.

دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ.

ملي پوليسو ، ملي اردو ، ملي امنيت  او دايتلاف دځواکونو په ګډوهلوځلوسره  دهلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې  اودميدان وردګو  ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې  دوه ګډعمليات ترسره کړل چې له امله يې درې تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او درې تنه يې ونيول شول.

ديادونې وړ ده چې په دغو عملياتو کې يوه اندازه جنګي وسايل او  چاوديدونکې توکې چې درې کلاشينکوفونه ، څلور تومانچې  ، شپاړلس لاسي بمونه او يوولس کېلوچاوديدونکې توکې پکې دي او يو موټر هم دملي پوليسو لاسته ورغلي دي .

دغه راز دپوليسو منسوبينو څلورماينونه  او دوه  ٨٢ ملي متري توپونه چې دتروريستانو له خو دورانکارو اوتروريستي عملونو دترسره کولو په  مقصد دکندهار ، زابل  او کندهار دولايتونو په مربوطاتوکې ځاى پرځاى شوي وکشف او شنډکړل او ددغو قضيو په اړوند يې يو تن نيولي دي.

دکابل د ١٠١  اسمايي زون دقوماندانۍ پوليسو پرون يو تن دنشه يي توکو دپلورنې په تور دکابل ښار د وزيراباد د چهار قلعه په مربوطاتو کې ونيوه اوله ده څخه پنځه ديرش کېلوګرامه چرس  هم ترلاسه شوي دي.

ديادونې وړ ده  چې دکابل دنړيوال هوايي ډګر سرحدي پوليسو پرون پنځه تنه  دپاسپورټونو دجعل اوتزوير په اړوند ونيول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته