کابل، د غبرګولي ۲۹ مه، باختر
د کندز امینتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې څلور تنه د موټرو د غلا په تور نیولي دي.
د کندز د امنيې قوماندانۍ وياند قاري عبيدالله عابدي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې امنيتي ځواکونو هغه څلور تنه غله نیولي چې يوولس موټر يې له کابل څخه کندز ته ليږدول.
د غلو دغه ډله له څه مودې په دې خوا د کشفي ارګانونو تر تعقیب لاندې وه.
د يادولو وړ ده، چې د امنيې قوماندانۍ مشر تابه په کابل کې د غلا شویو وسايطو له خاوندانو څخه غوښتي، چې د خپلو وسايطو له اسنادو سره کندز ته راشي او خپل وسايط د کندز د امنیې قوماندانۍ له مسوولينو څخه تسلیم شي.
ع